د نېکمرغه لوی اختر لمونځ نن سهار په ارګ کې د لوړپوړو چارواکو په حضور کې ادا شو
خبریال/فوزیه صدیقی

ویژه روز-د نېمکرغه لوی اختر د لمانځه په مراسمو کې د ریاست الوزراء پر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سربېره،د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالاو کفیل مولوي عبدالکبیر، د کابينې وزیرانو، د اسلامي امارت یوشمېر ملکي او نظامي چارواکو او د هېوادوالوبېلابېلو اقشارو حضور درلود.
د لمانځه له اداء کولو مخکې د افغانستان اسلامي امارت پر نورو مسؤلینو سربېره د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالهم خبرې وکړې او د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه، حاضرینو، علماوو، مشرانو،د کابینې وزیرانو، د اسلاميامارت مسؤلینو او د افغانستان او نړۍ ټولو مسلمانانو ته یې د نېکمرغه لوی اختر مبارکي وویله او د خدای تعالی پهدربار کې یې دعا وکړه چې د اختر مبارکې ورځې دې په ټول مسلمه امت پخیر او خوښۍ سره تېرې شي.
ملا برادر آخند زیاته کړه چې شتمن هېوادوال دې په دې مبارکو ورځو کې د خپلو بې وزله هېوادوالو لاس نیوی وکړيتر څو ټول هېوادوال دا نېکمرغه ورځې په خوښۍ سره تېرې کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند څرګنده کړه، بهرنیان اوس هم افغانان په ارامه نه پرېږدي، داسې ګنګوسې خپروي چې پهافغانستان کې اقتصادي ستونزې دي او خلک هڅوي چې هېواد پرېږدي.
نوموړي اقتصادي ستونزې د تېر ۲۰ کلن اشغال او په هېواد کې د دوامدارې وچکالۍ پایله وبلله او زیاته یې کړه، چېاسلامي امارت هڅه کوي څو شته اقتصادي ستونزې حل او خپلو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د هېواد اقتصاد مخ پربهبود روان دی.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال زیاته کړه، اسلامي امارت د هېواد د آبادۍ او شته اقتصادي ستونزو دې له منځهوړلو لپاره په مختلفو برخو کې کارونه پیل کړي، چې یو یې هم د لویو لارو بيارغونه ده، ډېری هېوادوالو ته پکې د کارزمینه برابره شوې او هېوادوالو ته زېری ورکوم چې له اختر وروسته به د سالنګ لویې لارې اساسي رغنيزې چارې همپیل شي.
د رئیس الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او د اسلامي امارت نورو مسؤلینو د نېکمرغه لوی اختر دلمانځه تر اداء کولو وروسته له یو بل سره روغبړ او اختر مبارکي وکړه.
پای
یوتیوب ما:
*سرباز:به قیمت خونم آرامش و خوشی به همشهریانم میخرم
https://weezharoz.com/خوشبینی-مردم-از-تامین-امنیت-در-شهر-کابل/
خوشبینی مردم از تامین امنیت در شهر کابل