د نړیوالو مرستو رول د بې بضاعتو کورنیو لپاره
الناز کریمي- د رمضان د مبارک میاشتې په رانږدې کېدو سره، ډېرې بې بضاعتې کورنۍ د ژوند د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو په اړه اندېښمنې دي.

په داسې حال کې چې هېواد لا هم له اقتصادي ستونزو او فقر سره لاس او ګرېوان دی، نړیوالې مرستې د مهمو ملاتړ کوونکو سرچینو په توګه د بېوزلو کورنیو د معیشت د پیاوړتیا او د اقتصادي فشار د کمولو لپاره مهم رول لوبوي.
عبدالقدیر، د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرست، وایي: «له هغو مرستو څخه چې ترلاسه کړې مو، یو څه وخت کېږي ګټه اخلم.
زه بیکار یم او د رمضان په رانږدې کېدو له دولت څخه غواړم چې نورې مرستې هم برابرې کړي.»
بهاره (مستعار نوم)، چې یو ځل یې له دغو مرستو ګټه اخیستې، زیاتوي: «دا مرستې، که لږ وي او که ډېر، کولای شي د ستونزو یوه برخه حل کړي. د رمضان په راتګ سره اړینه ده چې دا مرستې زیاتې شي.»
امیدالله قاسم زی، اقتصادي کارپوه، په دې اړه وایي: «د نړیوالې ټولنې مرستې په پرمختیايي برخو، روغتیا، فني او مسلکي زده کړو او د کوچنیو کاروبارونو په مالي ملاتړ کې مهم رول لري.
خو تر اوسه دغه مرستې په اوږدمهال کې د کورنیو پر اقتصاد مستقیم او مثبت اغېز نه لري، یوازې یې په لنډمهال کې د خلکو لوږه ماته کړې ده.
که نړیواله ټولنه غواړي د افغانستان اقتصادي ستونزې په بنسټیز ډول حل کړي، باید په ملي سترو پروژو کې پانګونه وکړي.»
آصف افضلیار، ټولنیز کارپوه، هم وایي: «نړیوالې مرستې د کورنیو په ژوند او ټولنیزو اړیکو، په ځانګړي ډول د بې بضاعتو خلکو، مثبت اغېز لري.
هیله لرو چې دا مرستې زیاتې شي څو بېوزلې کورنۍ له ستونزو خلاصې شي او ماشومان د لوږې له امله د سوءتغذیې او نورو ناروغیو ښکار نه شي.
سربېره پر دې، له سوداګرو هم تمه کېږي چې د اسلامی اصول په پام کې ونیسي، بیې لوړې نه کړي او حتی له خپل یوه برخه ګټې تېر شي څو بې بضاعتې کورنۍ وکولای شي رمضان په ښه توګه تېر کړي.»
یادونه باید وشي چې بشری مرستې، په ځانګړي ډول د رمضان په میاشت کې، د بې بضاعتو کورنیو لپاره د هیلو نښه او د ښه ژوند د فضا برابرولو وسیله ګڼل کېږي.
خو دغه مرستې زیاتره لنډمهاله بڼه لري او د اوږدمهاله پرمختیايي پروګرامونو اړتیا شته.
پای




