خبرونه
د نورستان په کلیوالي ښوونځیو کې لس زره ماشومان ته د زده کړو زمینه برابریږي
د نورستان اوسیدونکي هم د یاد اقدام هرکلی کوي او وایي، څه ډول چې لازمه ده د نورستان اوسیدونکو د زده کړو زمینه نه ده برابره شوې.

ویژه روز-د نورستان د لرې پرتو سیمو په تېر کې له زده کړو بې برخې ۱۰ زره ماشومانو ته د کلیوالي ښوونځیو په جوړولو سره د چټکو زده کړو زمینه برابریږي.
د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون ویژه روز ته وویل، هڅې یې پیل کړي چې دماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې ادارې UNICEFپه همکارۍ په ۸ ولسوالیو کې درې سوه ښوونیز مرکزونه فعال کړي.
نوموړی زیاتوي چې د یادو ټولګیو لپاره یې د ۷۰۰ ښوونکو څخه ازموینه اخیستل شوې او له ډلې یې درې سوه ښوونکي بریالي شوي.
د نورستان اوسیدونکي هم د یاد اقدام هرکلی کوي او وایي، څه ډول چې لازمه ده د نورستان اوسیدونکو د زده کړو زمینه نه ده برابره شوې.
ویژه روز