
ویژه روز-د ننګرهار د رسنیو له دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ننګرهار هوایي ډګر کې د ملکې پروازونو لپاره ترمینل پرانیستل شو.
د پرانیستې پرمهال د ننګرهار مرستیال والي مولوي محمدرباني ناصح او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
د نوموړي په خبره چې د دې ولايت د ملکي هوايي ډګر ترمينل چې په ټولو اړينو وسايلو او خدماتو سمبال دی د کورنیو الوتنو لپاره نن په رسمي توګه پرانېستل شو.
نوموړي د ملکي هوايي ډګر د چارو لا ښه والي، ملکي الوتنو ته د زمينې برابرېدو او نورو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او په يو شمېر برخو کې د هوايي ډګر مسوولانو ته سپارښتنې وکړې.
بلخوا د ننګرهار د ملکي هوايي ډګر امر رحمتالله شجاع وایې، چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته فعال کړی چې تر دې دمه ورته مرستندويه ادارو شاوخوا ۴۰۰ الوتنې او ۲۵۰۰ مسافرو ترې سفرونه کړي دي.
په ورته مهال د ننګرهار اوسېدونکي د ملکي هوایي پروازونو پر مخ د هوايي ډګر پرانستې ته خوښي ښکار کوي او وایي، که چارې يې عملاً پیل شي نو له ډېر اسانتیاو به برخمن شي.
پای