د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سره د افغانستان د صنعت او تجارت وزیر ملاقات

ویژه روز-نورالدین عزیزی، د افغانستان د صنعت او تجارت سرپرست وزیر له محترمې روزا اوتنبا یوا، د ملګروملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي او د افغانستان د ملګروملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) رئیس سره ملاقات وکړ.
د صنعت او تجارت وزارت وایي، په دې ملاقات کې د افغانستان د صنعتي پارکونو د پراختیا، د کاروبار مرکز جوړولو، د آنلاین تجارتي مرکز تاسیس، د خصوصي سکتور ملاتړ، د صنعتي پارکونو د بریښنا ستونزې او د افغانستان د خصوصي سکتور لومړیتوبونو په اړه بحث او تبادله نظر شوې.
محترمې اوتنبا یوا د دوحې په ۳ مې ناسته کې د خصوصي سکتور د کاري ډلې په اړه معلومات ورکړل او د صنعت او تجارت وزارت هڅې وستایلې.
هغې همدارنګه د دې وزارت د پانګونې د دعوت په کانفرنس کې د بریالیتوب یادونه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې ورته پروګرامونه په افغانستان کې په پنځو زونونو کې هم ترسره شي.
دا ملاقات د اقتصادي پراختیا او د افغانستان په خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د ګډو همکاریو پیاوړتیا ته ژمنتیا ښیي.
ویژه روز