د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له مرستیال سره د مهاجرینو چارو وزېر سره لیدنه وکړه

ویژه روز-د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ مرستیال ښاغلي رؤف مازو او ورسره مل پلاوي د مهاجرینو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره وکتل.
د کډوالو چارو وزارت وایی،په دې ناسته کې د افغان کډوالو پر وضیعت، د کډوالۍ پر دایمي حللارو، د مهاجرینو ښارګوټو ته د اسانتیاو برابرول، د افغان کډوالو د شته ستونزو په موخه له پاکستان او ایران سره د درې او څلور اړخیزو ناستو، او ګډو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي مازو د مهاجرینو چارو وزیر ته د شهید خلیل الرحمان حقاني د شهادت تسلیت وړاندې کړ او نوموړي ته یې په نوې دنده کې د بریا هیله وکړه.
نوموړي وویل، که څه هم نړیوال مالي بحران د دوی په کارونو منفي اغېز کړی، خو هڅې روانې دي څو د مهاجرینو ستونزو ته د رسیدنې لپاره اړتیا وړ بودیجه راجلب کړي.
ښاغلي مازو له پاکستان او ایران څخه د افغان مهاجرینو جبري ایستل د نړیوالو اصولو خلاف او د اندېښې وړ موضوع یاده کړه او د خبرو په پای کې یې یادونه وکړه، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې کډوالو ته د ښارګوټو په جوړولو کې مرستو ته تيارې دي.
ښاغلي وزیر هېواد ته د مهاجرینو راستنول خپل لومړیتوب وباله، خو د نوموړي په وینا چې وخت او فرصت باید په پام کې ونیول شي او مهاجرین له نړیوالو اصولو سره سم پخپله خوښه راستانه شي.
مولوي عبدالکبیر وویل، د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت به هڅه وکړي، چې د راستنو شویو کډوالو او کورنیو بېځایه شویو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
په ناسته کې دواړو لوریو له یوبل سره پر لاهمغږۍ او ګډو همکاریو ټینګار وکړ.
ویژه روز