د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټرمپ د سولې طرحه تصویب کړه
په یوه تاریخي پرېکړه کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ۱۳ موافقو او هېڅ مخالف رأیې سره، د «غزې د شخړې د پای ته رسولو لپاره د ټرمپ جامع پلان» په چوکاټ کې د سولې د بورډ او د نړیوال ثباتي ځواک د جوړېدو پرېکړه تصویب کړه. چین او روسیې له رأیې ورکولو ډډه وکړه، خو د ویټو حق یې وانه خیست او د پرېکړه لیک مخه یې وانه خیسته.
یاده طرحه چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا جوړه شوې، موخه یې د اوربند ټینګښت، د غزې بیا رغونه او د یو احتمالي خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره د لارې هوارول بلل شوي دي.
د قطر، مصر، سعودي عربستان، اماراتو، ترکیې، پاکستان او اندونیزیا په ګډون یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو په دې طرحه کې برخه اخیستې او ځینو یې د امنیت شورا تر تصویب وروسته د ځواکونو د لېږلو چمتووالی هم ښودلی دی.
خو د حماس ډلې سمدستي له دې طرحې سره مخالفت وښود او دا یې «نړیوال سرپرستي میکانیزم» وباله.
په یوه بیان کې چې د تلگرام له لارې خپور شوی، حماس خبرداری ورکړی چې دا مأموریت به «بې طرفي له منځه یوسي» او نړیوال ځواکونه به «د اشغالګر اسرائیل په ګټه د شخړې لوری» وګرځي.
حماس ټینګار کړی چې ټول فلسطیني ډلې د بهرنیو ځواکونو له حضور سره مخالف دي او هر ډول نړیوال حضور باید یوازې د سرحدونو تر څارنې محدود وي، هغه هم د ملګرو ملتونو تر بشپړ نظارت لاندې.
دغه ډله خبرداری ورکوي چې بهرني ځواکونه باید د غزې په دننه کې فعالیت ونه کړي او نه هم د وسله والو ډلو د بې وسلې کولو هڅه وکړي.
یاد پرېکړه لیک داسې مهال تصویب شوی چې له تېرې میاشتې راهیسې د اسرائیل او حماس ترمنځ یو شکننده اوربند نافذ دی، خو لا هم د دواړو خواوو له خوا د سرغړونو راپورونه ورکول کېږي. د دې طرحې عملي کېدل او سیمه ییز غبرګونونه به د غزې د سولې راتلونکی مسیر وټاکي.
پای




