د لږ پرمختللو هیوادونو په اړه د ملګرو ملتونو پنځه ورځنی کنفرانس د قطر په دوحه کې پیل شو
ښاغلي ګوترش په دې غونډه کې د بې وزلو هېوادونو په وړاندې د بډايه هېوادونو پرچلند نيوکه وکړه او له پرمختللو هېوادونو غواړي چې له بېوزلو او کم پرمختللو هېوادونوسره د مرستې لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

انتونیوګوتریش د قطر په دوحه کې د لږ پرمختللي هیوادونو د ۵ (LDC5) کنفرانس د پرانیستلو پر مهال وویل چې ماته شویو ژمنو دوره باید ته ورسیږي.
د لږ پرمختللو هیوادونو په اړه د ملګرو ملتونو پنځه ورځنی کنفرانس د قطر په دوحه کې پیل شو.
د دې کنفرانس ګډونوال د نړۍ په ځانګړې توګه د کم پرمختللو هېوادونو د عادلانه پرمختګ لپاره خپل نظریات او د حل لارې شریکوي.
په دې پنځه ورځنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، د قطر امیر، د سعودي عربستان، اندونیزیا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو ګډون کړی دی.
د هېوادونو په پرمختګ او پرمختګ کې د ښځو او نجونو رول هم مهم بلل شوی او په سیاسي، اقتصادي او مدني برخو کې د ښځو پر فعالې ونډې ټینګار شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، لږ پرمختللي هیوادونه د زیربناوو د جوړلو، پانګونې او مثبت بدلونونو ملاتړ ته اړتیا لري او د دغو هیوادونو د پرمختګ په پار باید ښځو ته په دولتي ادارو کې ځای ورکړل شي، ښځو او نجونو ته باید د زده کړو زمینه برابره او د هغوی حقونو ته درناوی وشي، زده کړه د ښځو اساسي حق دی او لوستې ښځې د هېوادونو په پرمختګ کې مهم رول لوبوي.
ښاغلي ګوترش په دې غونډه کې د بې وزلو هېوادونو په وړاندې د بډايه هېوادونو پرچلند نيوکه وکړه او له پرمختللو هېوادونو غواړي چې له بېوزلو او کم پرمختللو هېوادونوسره د مرستې لپاره یوه تګلاره جوړه کړي.
او د نړۍ په پرمختللي هیوادونو یې غږ وکړ چې هر کال باید ۵۰۰ میلیارده ډالر بیوزلو هیوادونو سره مرسته وکړي او خپل مکلفیتونه پوره کړي.
د دوحې په سږنۍ غونډه کې د لږو پرمختللو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په ګډون ۴۶ هېوادونو ګډون کړی دی. دا غونډه په هرو لسو کلونو کې یو ځل د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې جوړیږي.
په دې غونډه کې افغانستان ته بلنه نه وه ورکړل شوې لکه د نورو غونډو په څېر چې د افغانستان لپاره په تېرو وختونو کې جوړې شویدي.
ویژه روز