خبرونه
د لوګر یوه زده کوونکي سیند ته د لوېدو په پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
گزارشگر/زبیر عباسی-لوگر

ویژه روز-د لوګر د ازرې ولسوالۍ د رضاخیلو ښوونځي د پنځم ټولګي یو تن زده کوونکی صدیق الله سیند ته د لوېدو له امله په حق رسېدلی دی.
دا زده کوونکی وړمه ورځ د خپلې درملنې په موخه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ته تللی و،چې بیا وروسته د چکر پر مهال د جلال آباد سیند ته غورځېدلی دی.
د لوګر د پوهنې رئیس مولوي جنت ګل عزیز پر یادې غمجنې پېښې ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي ، خدای بخښلي ته د فردوس جنت او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
پای