
ویژه روز-د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د سرخ آباد د نجونو په لېسه کې د نجونو د زده کړو لپاره د محمدي عالي دارالعلوم څانګه پرانیستل شوه.
د یادې څانګې د پرانیستنې په مراسمو کې د پوهنې ریاست د اسلامي زده کړو مرستیال او په دې ریاست کې د پوهنې وزارت د دعوت، ارشاد او شکایتونو اورېدو مسوول او په دې داراالعلوم کې شامل شویو نجونو برخه اخیستې وه.
د لوگر ولایت د پوهنی ریاست ویاند وایی:دغه څانګه د پوهنې ریاست د مسوولینو د هلو ځلو په پایله کې د پوهنې وزارت تر لارښوونې وروسته فعاله شوه، چې تر پرانیستو وروسته په علمي ډول درسونه یې هم پیل شول.
د یادې څانګې په پرانیستو سره له اووم څخه تر لسم ټولګي شاوخوا ۱۲۰ تنو نجونو او د دولسمو ټولګیو نږدې ۱۰۰ تنو فارغو شویو نجونو ته په دریارلسم ټولګي کې د شریعت په چوکاټ کې د زده کړو زمینه برابره شوی.
محمدي عالي دارالعلوم ؛ د لوګر په مرکز پل علم ښار کې فعالیت کوي او دا یې د نجونو لپاره لومړنۍ څانګه وه چې په محمدآغې ولسوالۍ کې پرانیستل شوه.
پای