
ویژه روز-نن چهار شنبه (۳۰وری) له غرمې مخکې د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د زرغونښار په سيمه کې د ماين د چاودنې له امله درې تنه شهيدان شول.
په شهیدانو کې یوه ښځه او دوه نارینه (جمعه گل او عبدالله) شامل دي چې د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.
د لوگر ولایت مقام وایی:دغه ماين د محمدآغې ولسوالۍ د زرغونښار په سيمه کې د روسانو د يرغل د وخت څخه پاتی وو، چې له بده مرغه نن ورځ يې زموږ درې تنه هېوادوال په شهادت ورسول.
د دی ولایت مقام د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د لوی خدای له درباره څخه شهیدانو تهفردوس جنت او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
پای