د عدلیې وزارت د وزیر پر وړاندې د وروستیو رسنیزو آوازو وضاحت

ویژه روز-کابل-د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د وزیر، مولوي عبدالحکیم شرعي، پر وړاندې د وروستیو رسنیزو اوازېو په تړاو بیان خپور کړی او دغه اوازې رد او په کلکه یې محکومې کړې دي.
په دې بیان کې ویل شوي چې ځینو رسنیو دروغ او ناسم معلومات خپاره کړي چې پر بنسټ یې وزیر د خپل مقام څخه استعفا کړې ده.
د عدلیې وزارت دغه تورونه بې بنسټه بللي او د دې وزارت له لوري مغرضو رسنیو ته لارښوونه شوې چې د شایعاتو او ناسم معلوماتو خپرولو څخه ډډه وکړي.
د عدلیې وزارت تأکید کړی چې مولوي عبدالحکیم شرعي، د اسلامي امارت د لارښوونې پر بنسټ د وزیر په توګه دویم ځل ټاکل شوی دی.
د عدلیه وزیر د درملنې لپاره د دوبۍ خواته تللی و، او وروسته له بشپړې روغتیا څخه به ژر هېواد ته راستون شي او خپل رسمي دندې ته دوام ورکړي.
د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولی په دې اړه ویلي، چې د عدلیه وزیر همېشه د اسلامي امارت له امیر څخه د اطاعت پر اصولو ټینګار کړی او دا اصل د نظام د پیاوړتیا او د اسلامي امارت د اهدافو د پرمختګ لپاره ډېر مهم ګڼي.
د عدلیې وزارت خبرداری ورکړی چې د رسنیو له لوري د داسې دروغو خپرول نه یوازې د رسنیو اعتبار له خلکو سره زیانمنوي، بلکه په عامه ذهنیت کې بې ثباتي او اندېښنې هم رامنځته کوي.
په پای کې، دغه وزارت د رسنیو او د نظام د دښمنانو څخه غوښتنه کړې چې له بې بنسټه شایعاتو څخه ډډه وکړي او د معلوماتو د خپرولو مخکې دې د هغوی د حقیقت ډاډ ترلاسه کړي، ځکه په پای کې دغه شایعات خپل دروغوالی ثابتوي.
ویژه روز