
ویژه روز-د دغې پروژې ګټې ته د سپارلو مراسم د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي،
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور،د کابل والي امین الله عبید، د ایران سفارت د مسؤلینو، د اسلامي امارت د لوړ پوړو مسؤلینو او د ګڼ شمېر ځایي اوسېدونکو په شتون کې ترسره شوه.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د شاه او عروس بند د پرانیستې په مراسمو کې د دغه بند بشپړیدل د هېواد د آبادۍ او پراختیا په برخه کې د اسلامي امارت له ژمنو څخه یوه ژوندۍ بیلګه وګڼله.
همدارنګه، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په اوسنیو شرایطو کې د اوبو د مدیریت ارزښت ته په اشارې سره ټینګار وکړ، چې د اوبو مدیریت او د انرژي پراختیا د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ځای لري.
په ورته مهال، د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغه بند بشپړېدل د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مثبت ګام وباله.
د اوبو او انرژۍ وزیر په دغه غونډه کې په هېواد کې د اوبو او انرژي سکتورونو پرمختګ د ستاینې وړ وباله او یادونه یې وکړه، چې د للندر شاتوت بند په ګډون د څلورو سترو بندونو د پروژو وړاندیز د اسلامي امارت د رهبري له لوري منظور شوی دی، چې چارې به یې په راتلونکي کال کې پیل شي.
په ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده اقلیمي بدلونونو ته اشاره وکړه او ټينګار یې وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې د دغه اقلیمي بدلونونو اغېزې ایجابوي چې د اوبو د مدیریت لپاره لا زیاتې هڅې ترسره شي.
همدارنګه، په دغه مراسمو کې د کابل والي حاجي امین الله عبید وویل، چې اسلامي امارت د هېواد پراختیا ته ژمن دی او په دې برخه کې په هره څانګه کې ښې لاسته راوړنې هم درلودلې دي.
د یادونې وړ ده، چې د شاه او عروس بند د اوبو او انرژي وزارت له لوري د ۵۳ میلیونه ډالرو په ټولیز لګښت د اوبو د مدیریت او د کابل د اوسېدونکو لپاره د څښاک اوبو د برابرولو په موخه پلي شوی دی.
دغه بند د ۷۷ متره په لوړوالي سره په یوه کال کې د ۳۰ میلیون متره مکعب اوبو د تنظیم وړتیا لري، چې د ۲۷۰۰ تر ۳۵۰۰ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او ۵ میلیون متره مکعب څښاک اوبه برابروي.همدارنګه، دغه بند د ۱.۲ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا هم لري.
ویژه روز