د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د هزاره قوم له لسګونو مشرانو سره وکتل
گزارشگر/نصیراحمد احمدی

ویژه روز-د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپیدار ماڼۍ کې د اهل تشیع او هزاره قوم له لسګونو علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره وکتل.
په دې کتنه کې ډاکټر جعفر مهدوي او حاجي آصف فروغ د نورو په استازیتوب دخبرو پرمهال له اسلامي امارت څخه مننه وکړه، چې د ولس په ځانګړي توګه د اهل تشیع او هزاره ورونو ستونزو او غوښتنو ته متوجه دي او د حل لارې ورته لټوي.
یادو مشرانو وویل، د خوښۍ ځای دی چې په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت تامین دی او څوک هیڅ خطر او وېره نه محسوسوي.
دوی د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره یو شمېر ستونزې او غوښتنې هم شریکې کړې.
یادو ویناوالو وویل،امارت دې په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړې ته، چې د تېر حکومت میراث دی، اساسي حل لاره ومومي.
دوی وویل، په تېر حکومت کې ځینو کړیو د خپلو شخصي موخو لپاره دکوچیانو او هزاره و ترمنځ کړکیچ ته لمن وهله.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له دوی څخه په مننې وویل، په افغانستان کې ټول ورونه قومونه د اسلامي امارت پر وړاندې یو شان دي او ټول هېوادوال له مساوي حقونو څخه برخمن دي.
نوموړي وویل اسلامي امارت د ملت او حکومت ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی، د ملت په خدمت ویاړي او خپلې دروازې یې تل د ملت پر مخ له تبعیض پرته پرانستې دي.
نوموړي ډاډ ورکړ، چې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ ستونزې ته به د شریعت او قانون په رڼا کې حل لار پیدا کړي او په دې اړه به له ټاکل شوي پلاوي سره هم وګوري.
پای