
ویژه روز-نن د لوګر ولایت مرکز پُل علم ته څیرمه د دوشنبې کلي د شیدو ټولولو لوی مرکز له کاري چارو بشپړیدو وروسته ګټې اخیستنی ته وسپارل شو.
په همدی موخه جوړی شوی غونډه کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ رئیس الحاج مولوي سیدامین هاشمي سربیره یو شمیر مسؤولینو، د افغانستان لپاره د هالند کمیټی غړو او د سيمي قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د DCA موسسی ولايتي مسؤول د پروژی په تړاو معلومات وړاندي کړل، او د سيمي له قوميمشرانو او مخورو يې وغوښتل ترڅو له دغه مرکز څخه په سمه توګه ساتنه وکړي.
د کرنې او مالدارۍ رئیس د دغې سيمي ټولو میشتو قومونو ته د مرکز جوړیدو په اړوند د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې له جوړ شوي مرکز څخه سمه ګټه پورته کړي او د حفظالصحی ټول قوانین پکې مراعات کړي.
د سيمي قومي مشرانو په استازولی دوه تنو په خپلو خبروکې د کرنې ریاست او همکاري موسسی له مسؤولینو د مننی ترڅنګ له دوی وغوښتل چې د مالدارۍ مسلک ته وده ورکړي او دغه شان مراکز دی نور هم ورته جوړ کړي ترڅو یې د مالدارۍ محصولات ضایع نشي او په خپل وخت بازار ته وړاندی شي.
باید وویل شي چې په یاد مرکز ۳۶۱۰۰۰ دری لکه یو شپیته زره افغانۍ لګښت راغلی چې د افغانستان لپاره د هالند کمیټی او ځایې خلکو له لوري ورکړل شوي دي.
هیره دی نوي له دغه مرکز څخه د دیارلسو کلیو څاروی لرونکی ګټه پورته کوي چې شمیر یې سلهاوو تنوته رسيږي، همدارنګه پکې د ورځي ۵۰۰ څخه تر ۶۰۰کیلوګرامه شيدي توليد او له تصفیی وروسته بازار ته وړاندي کیږي.
په لوګر ولایت کې د دغه شان مراکزو جوړیدو څخه موخه د څارویو لرونکو لاسنیوۍ د یاد ولایت محصولاتو ته بازار موندنه او بازار ته د تصفیه شویو محصولاتو وړاندي کول دي.
پای
*د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د نجونو عالي دارالعلوم څانګه پرانیستل شوه..
*د لوګر په محمدآغې ولسوالۍ کې د ماین چاودنې له امله درې تنه شهیدان شول