د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په بیلابیلو برخو کې د ښار پاکونې په موخه ګډ حشر ترسره شو
ویژه روز-مسوولین وایي، یاد حشر یې لومړی د جلال اباد ښار له مرکز څخه پیل او پلان لري چې دا ډول حشرونه د ښار ټولو ناحیو کې ترسره کړي.

ویژه روز-مسوولین وایي، یاد حشر یې لومړی د جلال اباد ښار له مرکز څخه پیل او پلان لري چې دا ډول حشرونه د ښار ټولو ناحیو کې ترسره کړي.
د ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد ویژه روز ته وویل، د یاد حشر موخه د ښار پاکوالي ته د خلکو پام اړول او دغه راز د چاپیریال ساتنې فرهنګ دودول دي.
مراد زیاتوي:«نن مو د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښار په داخل کې د ښار پاکوالي په موخه یو ورځنی حشر ترسره کړی، موخه یې عامه پوهاوی دی او دغه راز ولسونو ته پیغام ورکول دي چې له ښاروالۍ سره د پاکوالي په برخه کې همکاري وکړي.»
په ورته مهال د ښاروالۍ د تنظیفاتو امر حضرت علي له ویژه روز سره په خبرو کې له ولسونو وغوښتل چې د ښار په پاکوالي کې له دوى سره مرسته وکړي.
حضرت علي زیاتوي:«له ښاریانو مو غوښتنه دا ده، چې دوی دې د ښار د پاکوالي په برخه کې له ښاروالۍ سره مرسته وکړي او دغه راز دې کثافات مشخصو ځایونو ته انتقال کړي.»
د حشر ګډونوال اشرف خان د ښاروالۍ دا اقدام ستایي خو د دوام غوښتنه یې کوي.
نوموړی وایي د ښار پاکوالی دوامداره پام غواړي او هر ښاري باید دې برخې ته پام وکړي، خو زیاتوي چې ښاروالۍ په ټوله معنی دې برخې ته ډېر پام نه کوي.
اشرف خان زیاتوي:«یوازې ښاروالۍ نشي کولای ښار پاک وساتي نو عام خلک باید د ښار پاکوالي ته پام وکړي او ښار خپل کور وګڼي او په پاکوالي کې یې مرسته وکړي.»
ښار د پاکوالي په موخه دا حشر داسې مهال ترسره کیږي، چې ښاریان د ښار په داخل او ناحیو کې د کثافاتو له زیاتوالي شکایت کوي او غوښتنه کوي چې ښاروالي باید ورته پام وکړي.
ویژه روز