
ویژه روز-نن جمعه،د ثور له ۱۵ نیټه د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي په مشرۍ يو جامع سياسي او تجارتي پلاوی د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته روان شو.
و بهرنیو چارو وزارت وایی؛د افغانستان حکومت غواړي په دې سفر کې د افغانستان او پاکستان پر دوه اړخيزو سياسي – تجارتي اړيکو، سيمه ييز ثبات او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې اترې وکړي.
د دې ترڅنګ به د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي.
د دی وزارت په وینا،په دې سفر کې به د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران دوه اړخيزې خبرې هم ولري.
پای