د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړ

ویژه روز-د بهرنیو چارو وزارت نن له غرمې وروسته په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ په سیمه کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستان پوځي الوتکو د بمبارد له امله ورته دخپل شدید احتجاج لیک وسپاره.
د پاکستاني پوځ تېری وغندل شو او د پاکستان سفارت ته په ډاگه شوه، په داسې حال کې چې د پاکستان د ملکي حکومت استازی په کابل کې د افغان حکومت له چارواکو سره په خبرو بوخت و، د پاکستاني پوځ له خوا دافغانستان د حریم نقضول او ملکیان شهیدانول د ځانگړو پاکستاني کړیو له خوا د دواړو هېوادونو اړیکو کې د بې باورۍ د رامنځ ته کولو هڅه ده.
د افغانستان اسلامي امارت چې د زبرځواکونو پرخلاف د هېواد د دفاع لپاره د اوږدې مبارزې مخېينه لري، په هېڅ صورت ورته د هېواد د حريم نقض د منلو نه دی او هېواد د خپلواکۍ او حريم څخه د دفاع لپاره په ټينگ عزم چمتودی.
همداراز پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د ملي حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بې مسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.
ویژه روز