د افغانستان د صنعت او تجارت وزیر سیمه ییزو پانګوالو ته د پانګونې بلنه ورکړه
د امام ابوحنیفه (رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې، د افغانستان، ایران او ازبکستان د خصوصي سکتورونو ترمنځ د تجارتي تواصل درې اړخیز کنفرانس جوړ شو. په دې غونډه کې د اسلامي امارت د صنعت او تجارت وزیر، نورالدین عزیزی، وینا وکړه.

د وزیر د وینا مهم ټکي:
– د نړیوالو او سیمه ییزو پانګوالو هڅونه چې په زراعت، کانونو، انرژي، صنعت، زیربناوو، سړو خونو او نورو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.
– د نندارتونونو او تجارتي کنفرانسونو رول په اقتصادي اړیکو کې، د هغو بریاوو یادونه چې په ازبکستان، قزاقستان، ترکمنستان او ترکیه کې د وزارت په نوښت ترسره شوي.
د افغانستان صنعتي پرمختګونه:
– د صنعتي پارکونو لپاره له ۱۶۰ زرو جریبه زیاتې ځمکې ځانګړې شوې
– له ۶ زرو زیاتې فابریکې فعالې دي
– په تېرو ۳ میاشتو کې له ۴۰۰ زیات شرکتونه ځمکه ترلاسه کړې
وزیر له ګډونوالو وغوښتل چې په تجارتي ناستو کې فعاله ونډه واخلي، عملي قراردادونه لاسلیک کړي، او یو ځل بیا یې پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې له باور سره پانګونه وکړي.
نوموړي د اسلامي امارت د متوازن سیاست او د هېواد د صنعتي کولو ژمنتیا هم روښانه کړه.
پای




