د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل
گزارشگر/ فوزیه صدیقی

ویژه روز–د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوفپه سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې ولیدل.
دواړو لوریو پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، اقتصادي اتصال او د افغانستان په تړاو د ازبکستان پر مثبتدریځ هراړخیزې خبرې وکړې.
د بهرنیو چارو وزیر وویل، چې افغانستان او ازبکستان مشترک دین او ژبه لري او ښه اقتصادي شریکان دي.
متقي وویل، افغانستان له خپلې لوري چمتو دی چې د افغان ټرانس رېل پټلۍ ټرانزيټي پروژې چارې پیل شي او دا کاربه د سیمې په اقتصادي پيوستون کې ګټور رول ولري.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان په تړاو د ازبکستان د ولسمشر له مثبتو دریځونو او اقداماتو مننه وکړه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چې هېواد یې تل په افغانستان کې د سولې او ثبات پلوی دی او خوشاله ديچې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په سمرقند کې ویني.
ښاغلي سعیدوف وویل، د افغانستان اړوند مسایلو کې باید افغانستان حضور ولري او زیاته کړه چې د افغانستان لهحضور پرته د افغانستان په اړه خبرې کول ګټه نه کوي.
ده همداراز کابل ته د ازبکستان د وروستي پلاوي سفر ته اشاره وکړه او په کابل کې یې له هراړخیزو بحثونو خوښيڅرګنده کړه.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان بانک کنګل شوې بانکي زېرمې باید ازادې شي ځکه چېدا د افغانستان د خلکو د اقتصادي بیارغونې لپاره مهم دي.
ښاغلي سعیدوف وویل، هېواد یې د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، په تېر یوه کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۸۰۰ میلیونو ډالروته رسېدلي او هیله من دی چې دا کچه تر دې هم زیاته شي.
ویژه روز/کابل