سیاسي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر له د جاپان له نوي سفیر سره تعارفي لیدنه وکړه
کابل – د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د جاپان له نوي سفیر ښاغلي ماساموتو کینیچي سره تعارفي لیدنه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، وزیر د افغانستان او جاپان ترمنځ تاریخي اړیکو ته په اشارې سره وویل چې جاپان د نړۍ له پرمختللو هېوادونو څخه دی، او اسلامي امارت غواړي له جاپان سره په سیاسي او اقتصادي برخو کې مثبتې او پراخې اړیکې ولري.
د جاپان سفیر ښاغلي ماساموتو کینیچي په افغانستان کې د سرتاسري امنیت، د مخدره توکو پر ضد مبارزې او په بېلابېلو برخو کې د پرمختګونو ستاینه وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې د خپل ماموریت پر مهال به هڅه وکړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي او په مختلفو برخو کې همکارۍ پراخې شي.
یاده لیدنه په یوه صمیمي او مثبت فضا کې ترسره شوه، او دواړو لوریو د اړیکو د لا پراختیا او دوامداره همکاریو پر اړتیا ټینګار وکړ.
پای




