د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د ترکيه له چارواکو سره ليدنه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت دويمه سياسي رئیس، ښاغلي ذاکر جلالي، چې د خپل پلاوي سره انقره ته تللی و، د ترکی د بهرنيو چارو وزارت د جنوبي آسيا رئيس او په کابل کې د دې هېواد پخواني سفير، ښاغلي جهاد ارگنای سره ولیدل.

ویژه روز-کابل-په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو چارواکو د دوو اړخيزو اړيکو په وروستيو پرمختګونو، راتلونکو گامونو، تجارتي او ترانزيتی فرصتونو او د دواړو هېوادونو لپاره مهمو نورو مسايلو باندې خبرې وکړې.
ښاغلي ذاکر جلالي په خپلو خبرو کې له ترکي څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په لاره کې د خنډونو د لرې کولو لپاره د دې هېواد د مرستو نه مننه وکړه او هيله څرګنده کړه چې د عملي همکاريو برخه لا چټکه او تقويه شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې ښاغلي جلالي د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزير پيغام چې خپل ترکی د بهرینو چارو وزیر ته يې ليکلی و، ترکي لوري ته تسليم کړ.
ښاغلي جهاد ارگنای په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي مشورې د ارزښت په اړه خبرې وکړې او زياته یې کړه چې ترکي غواړي خپلې اړيکې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې پراخې کړي.
په دې ناسته کې همداراز د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو چارو د تعقيب لپاره د يو ګډ کميسيون د جوړولو په اړه موافقه وشوه، څو بېلابېل موضوعات، په ځانګړي ډول تجارتي او ترانزيتی مسايل، له نږدې وڅاري.
همدارنګه، دواړو لوريو د خپلو بهرنيو چارو وزارتونو ترمنځ د ورته ناستو د دوام په اړه هم توافق وکړ.
دا ليدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پياوړتيا او د عملي همکاريو د پراختيا لپاره يو مهم گام وبلل شو.
ویژه روز