خبرونه
د افغانستان، ازبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه اقتصادي دهليز تړون وغځول شو

ویژه روز-ازبيکستان هيواد ته د اسلامی امارت د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د سفر په ترڅ کې د افغانستان ازبیکستان، قیرغیزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز تړون د يو کال لپاره وغځول شو.
د افغانستان-چين ترمنځ ددغه ريلي دهليز له لارې په تېر ۲۰۲۴م کال کې (۴۲۰۰) کانټينره انتقالات ترسره شوي وو، چې د روان ۲۰۲۵م کال لپاره يې تړون بياځلې وغځول شو.
ياد دهليز چې له چين-قرغيزستان-ازبيکستان څخه په تېرېدو د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره وصل دی، په ۲۰۲۲م کال کې د يادو څلورو هيوادونو لخوا تشکيل شوی دی.
ټاکل شوې ده، چې ددغه دهليز د تړون په غځېدو سره به له همدې لارې په ريلي انتقالاتو کې د پام وړ زياتوالی شي.
ویژه روز