د اسلامي امارت یو بندی د امریکا سره تبادله او خوشې شو

ویژه روز-د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې د اسلامي امارت افغانستان او متحده ایالاتو ترمنځ د اوږدو او ګټورو خبرو اترو په نتیجه کې، یو افغان بندي د امریکایي اتباعو په بدل کې خوشې شو او هېواد ته راستانه شو.
د بهرنیو چارو وزارت د خوشې شوي بندي نوم خان محمد یاد کړی دی، چې د امریکايي محاکمو لخوا د ابد عمر په بند محکوم شوی و او خپله سزا یې په کالیفورنیا کې تېره کړې وه.
په اعلامیه کې ویل شوي، خان محمد شاوخوا دوه لسیزې مخکې په ننگرهار ولایت کې نیول شوی و.
د اسلامي امارت افغانستان د دې تبادلې په اړه وویل چې دا یوه ښه بېلګه ده چې مسایل د خبرو اترو له لارې حل شي، او د قطر رول یې په دې تبادله کې مؤثر بللی دی.
وزارت تأکید کړی چې اسلامي امارت د امریکا د هغو اقدامونو په اړه مثبت نظر لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو او پراختیا کې مرسته وکړي.
په اعلامیه کې د هغو امریکایي اتباعو شمېر نه دی ذکر شوی چې د خان محمد د خوشې کېدو په بدل کې خوشې شوي دي.
ویژه روز