د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانانو د ښه ژوند او راتلونکي لپاره هیلې ژوندۍ شوې دي
امید احمدی/سروبی

ویژه روز-د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند د نغلو ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې په پرانیست غونډه کې د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني وویل: د بهرنیو یرغلونو له امله افغانان له ښه ژوند محروم او د راتلونکي لپاره یې هیلې وژل شوې وې، د افغانستان اسلامي امارت له راتګ سره یې دغه هیلې بیرته راژوندۍ شوي.
د مهاجرینو چارو وزیر د برېښنا شرکت له لوري دغه پروژه د ملت لپاره یو ښه زیری وباله او زیاته یې کړه، موږ باید د هېواد اوبه، سیندونه او نورې زیرمې په ښه توګه مدیریت او د هېواد د ښېرازۍ لپاره سالمه استفاده ترې وکړو.
نوموړي د بهرنیو شرکتونو ترڅنګ په بهر کې له مېشتو افغان پانګوالو او عامو مهاجرینو وغوښتل، چې هېواد ته راستانه او خپلې پانګې هېواد ته راولېږدوي، چې د خپل هېواد په بیارغونه کې ونډه واخلي.
ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې له ګاونډیو او نورو کوربه هېوادونو هم وغوښتل، چې د مهاجرينو له اجباري ویستلو لاس واخلي او پرېږدي، چې پخپله خوښه هېواد ته راستانه شي.
ویژه روز