
ویژه روز-ذبیح الله مجاهد وایی؛د اسلامي امارت د زعیم مولوي هبة الله آخندزاده د حکم پر اساس د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په هدف په بیلابیلو برخو کې لاندې ټاکنې ترسره شوې:
*د کنړ ولایت مخکینی والي مولوي احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه، د پنجشیر ولایت مخکینی والي مولوي محمد محسن هاشمي د تفتیش عالي ادارې د سرپرست په توګه، د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قومندان ملا رحمت الله محمد، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قومندان مولوي نصر الله مطیع د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قومندان په توګه، د جوزجان ولایت مخکینی والي قاري محمد اسماعیل راسخ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان په توګه، د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین ملا محمد علي حنفي د کندهار ولایت د سرپرست والي په توګه، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان قاري محمد ایوب خالد د کنړ ولایت د والي په توګه، د میدان وردګو ولایت د والي مخکینی مرستیال شیخ بشیر احمد حقاني د نورستان ولایت د والي په توګه، د غزني ولایت د والي مخکینی مرستیال قاري ګل حیدر شفیق د جوزجان ولایت د والي په توګه، د سرحدونو اوقبائلو چارو وزارت مخکینی معین مولوي عبدالرحمان حقاني د بغلان ولایت د والي په توګه، د بغلان ولایت مخکینی والي مولوي سمیع الله حزب الله، د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه او د کندهار ولایت مخکینی امنیه قومندان مولوي رحیم الله محمود د غزني ولایت د والي د مرستیال په توګه و ټاکل شول.
پای