د ارګ په انګړ کې د حسن بصري (رح) جامع جومات پرانیستل شو
کابل- د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د جمعې په ورځ د ارګ په انګړ کې د حسن بصري (رح) جامع جومات پرانیست. نوموړي د جومات د پرانیستې تر مراسمو وروسته د جمعې مبارکه لمونځ هم په همدې جومات کې ادا کړ.

په دغو مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیالانو، د کابینې یو شمېر وزیرانو، د ریاست الوزراء د دفتر لوی رئیس او مرستیالانو، د امارتي ادارو رئیسانو، یو شمېر علماوو او عامو هېوادوالو ګډون کړی و.
د حسن بصري (رح) جامع جومات د افغان انجنیرانو او مسلکي کاریګرو له خوا د هېواد له داخلي توکو لکه د هرات د چشت شریف مرمرو، د هلمند رخامو، د میدان وردګو ډبرو، او د کنړ و نورستان لرګیو څخه جوړ شوی دی.
دا جومات د ۱۰۶۰ مترمربع ځمکې له مجموعې څخه پر ۶۲۷ مترمربع ځمکه جوړ شوی او په یوه وخت کې د ۱۰۰۰ لمونځ کوونکو د ځای ظرفیت لري.
یاد جومات چې د ۱۴۰۱ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۴مه د رئیس الوزراء له خوا د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه، یوه ګنبد، څلور منارې، کتابتون، د تدریس او لمانځه لپاره ځانګړي ځایونه، د مرکز ګرمي سیستم، سړې او تودې اوبه، برېښنا، انټرنټ او غږیز سیستم لپاره ځانګړې کنټرول خونه لري.
پای




