
ویژه روز-ملي دفاع وزارت وایي، چې د افغانستان اسلامي امارت زعیم ملاهیبت الله آخندزاده د دغه وزارت اړوند د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسولینو، مجاهدینو او یو شمېر علماوو، مخورو او معلولینو سره کتلي دي.
د یاد وزارت په وینا؛امیر المؤمنین په دې کتنه کې پر یوالي، اخلاص، تقوا او اطاعات ټینګار کړی او ویلي یې دي و چې یوالی به ستاسو د پرمختګ او بریالیتوب سبب شي.
د اسلامي امارت زعیم دغه راز مسولینو او مجاهدینو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې اړینې سپارښتنې کړې دي.