خوست کی څه پاسه دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو کانال ګټې اخیستنې وسپارل شول

ویژه روز-د خوست ولایت د صبريو ولسوالۍ اړوند د ابادخانې سیمه کې د څه پاسه دوه میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو ذخیره او کانال ګټې اخیستنې وسپارل شول.
یاده پروژه، د پاملرنې موسسې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په مالي ملاتړ او د خوست د اقتصاد او کرنې اوبو لګولو مالدارۍ ریاستونو په همکارۍ بشپړه او رسماً پرانېستل شوه.
د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ ابادخانې کلي د اوبو د ذخیرې او کانال پروژه د (دوه اعشاریه دوه میلیونه افغانیو) په لګښت جوړه، چې شاو خوا اویا کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې وه.
د کرنې ریاست استازي ظاهرالدین وویل: “دا پروژه نه یوازې د اوبو د مدیریت ستونزه حلوي، بلکې د سیمې د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي کې هم مرسته کوي.
د خوست اقتصاد ریاست د ورته حیاتي پروژو څخه ننګه او ملاتړ کوي او لۀ مؤسساتو غواړي چې د ا.ا.ا پالیسیو ته پۀ پام او درنښت د خلکو لپاره دغه ډول پروژې پلان، تطبیق او پۀ ښه کیفیت تر سره کړي.
ویژه روز