خبرونه
خوست؛ نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

ویژه روز-د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د اووه لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ځدراڼ او کامران لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د لوبې پچه کامران لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زيان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٣٦ منډو هدف وټاکه.
ځدراڼ لوبډلې ټاکل شوی هدف د دوو ویکټو په زيان د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٥ ورځې به دوام وکړي.
ویژه روز