
ویژه روز-د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء مقام له لوري، څو ورځې وړاندې د ایران او پاکستان پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د مرګ ژوبلې د راپورونو په اړه د پلټنو په موخه هیئت وټاکل شو.
هیئت د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ملامحمد ابراهیم صدر په مشرۍ چې د ملي دفاع، بهرنیو چارو او سرحدونو او قبایلو چارو وزارتونو او د استخباراتو لوی ریاست استازو یې ملتیا کوله، کار پیل کړ.
حمدالله فطرت د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایی؛تر دې دمه د موضوع په اړه د را رسېدلو شواهدو په اساس د ایران په خاوره کلګان دره کې زموږ پر يو شمير هيوادوالو چاودنې او ډزې شوې دي.
د شاغلی فطرت په وینا،چې تر دې مهاله د دې غمجنې پېښې د دو تنو شهیدانو جسدونه او ۳۴ تنه عيني شاهدان چې ځیني يې په پيښه کې ټپيان شوي دي، د هیئت له لوري را انتقال شوي ځینې نور يې لا هم په ايران او پاکستان کې دي چې هیئت یې په موندلو او انتقالولو بوخت دی.
شاغلی فطرت وایی؛د پېښې پوره تحقيقات لا هم نه دي بشپړ شوي او هيئت په دې اړه کار کوي، وروستي جزيات به د څيړنو له پایته رسېدو وروسته بیا خپاره شي.
ویژه روز