جلال اباد ښار کې د نیالګیو د پلور بازار ګرم شوی
ویژه روز-ننګرهار کې نیالګي پلورونکي وایي، د تېر کال په پرتله یې سږ کال هیله مندي زیاته ده او د پېر پلور بازار یې تر پخوا ښه شوی دی.

ویژه روز-ننګرهار کې نیالګي پلورونکي وایي، د تېر کال په پرتله یې سږ کال هیله مندي زیاته ده او د پېر پلور بازار یې تر پخوا ښه شوی دی.
شاه ولي چې د جلال اباد ښار په یوه برخه کې مېوه لرونکي او زینتي نیالګي پلوري هغه ویژه روز ته وویل، سره له دې چې سږ کال د نیالګیو بیې يو څه لوړې دي؛ خو بیا يې هم د پېرودونکو شمیر زیات شوی.
شاه ولي زیاتوي:«سږکال د تیر کال په پرتله د نیالګیو اخیستونکي زیات شوی او هره ورځ ګن شمیر خلک راځي او نیالګي اخلي یعنې د پخوا په پرتله نیالګي اخیستونکي زیات شوي.»
جلال اباد ښار ته د نیالګیو اخیستو په موخه د دغه ولایت له مرکز او ولسوالیو سربیره دختیځو ولایتونو څخه هم ګڼ شمیر خلک د نیالګیو د پير په موخه راځي.
د ننګرهار اوسیدونکی فقرالله جلال اباد ښار ته د نیالګیو د اخیستو لپاره راغلی، دوی پر خلکو غږ کوي چې نیالګي کېنوي او ښه پالنه يې وکړي.
فقرالله زیاتوي:«زه هرکال د پسرلي په موسم کې نیالګي دکینولو په موخه اخلم او له نورو خلکو هم غوښتنه کوم، چې باید د هیواد د ابادۍ لپاره نیالګي کینوي او خپله سیمه سمسوره کړي.»
بلخوا د ننګرهار د کرنې رئیس مولوي عبدالستار محمدي ویژه روز ته وویل، سږ کال يې په درېیو قوریو کې روزل شوي دوه سوه زره نیالګي چمتو کړي او په بېلابیلو سیمو کې به یې کینوي.
نوموړی زیاتوي په دې اړه له ملا امامانو سره غږېدلی ترڅو د ممبر له لارې هم خلکو ته د نیالګیو د ساتنې او پالنې سپارښتنه وکړي.
محمدي زیاتوي:«د ننګرهار کرنې ریاست په درییو قوریو کې مملې، غلام خیدرخان بڼ او فارم جدید کې دوه سوه زره نیالګي روزل شوي او کر ته اماده دي او د دې ډیره برخه یې میوه لرونکي نیالګي دي چې د ننګرهار په مختلفو سیمو کې به کینول شي.»
نیوکه داده، چې ډېرکله دولتي ادارې هغه چاته نیالګي وېشي کوم، چې سمه ساتنه او پالنه یې نه کوي.
خو مسولین بیا وایي، سږکال به هغه چاته نیالګي ورکړل شي، چې په تیرو کلونو کې یې په سم ډول د مسولو ادارو له لوري د ورکړل شویو نیالګیو ساتنه کړي وه.
ویژه روز