تی تی پی:د پاکستان پر اسلامي امارت تورونه لګول یو ښکاره حماقت او د ټي ټي پي پر وړاندې ددوی د شکست ښکارندويي

ویژه روز– محمد خراساني د تحریک طالبان پاکستان ویاند وایی،د پاکستان ادارې د ډېرې مودې راهیسې په قامي او نړیواله کچه ددې خبرې د خپراوي هڅې کوي چې د ټي ټي پي مجاهدین د ریاستِ پاکستان پر ضد د افغانستان له خاورې څخه ګټه اخلي،دا حقیقت نلری.
خراساني ویلی،سره ددې چې تحریک طالبان پاکستان په وار وار ددې خبرې وضاحت کړی چې مونږ ته د افغانستان په شمول د کوم همسایه هېواد د خاورې څخه ګټې اخستنې ته اړ نه یو، مونږ خپل سپېڅلی جهاد د خپل زړور او مجاهد ملت د بې دریغه همکارۍ او قربانۍ په مټ روان ساتلی او په اوس وخت کې یوې هیله بښوونکې مرحلې ته داخل شوي یو.
د خراساني په وینا،د تی تی پی مشران د پاکستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مجاهدینو په مرکزونو او د جګړې په ډګر کې شتون لري.
هغوی زیاتوی،که د ژورنالېزم د ډګر خپلواک او بې طرفه خبریالان زمونږ د مشرانو سره د ملاقات هیله لري نو مونږ د خپلې ولکې لاندې سیمو کې دوی په خوندي توګه د خپلو مشرانو سره مخامخ کولای شو.
د پاکستان استوګن باید په دې خبر وي چې آي ایس پي آر څو ځله د قام په وړاندې ددې خبر اعتراف کړی چې مونږ په۲۷۰۰ کلومیټره سرحد( د ډیورنډ په فرضي کرښه) د میلیونو په امریکاي ډالرو په بدل کې دولس۱۲ فوټه جیګ قوي اغزن تار تېر کړی.
او په دې خبره کې هم کوم شک نشته چې ریاستي ادارو په ټول سرحد په درې سوه میترۍ او دوه سوه میترۍ کې پوستې هم جوړې کړي دي، په لکونو امنیتي عسکر په سرحد او سرحد په خواوشا کې په امنیت ساتلو بوخت دي، دوی ته د قامي خزانې څخه یو په دوه معاشونه ورکول کېږي.
د هرې پوستې یو بل سره د وایرلیسي اړیکې ترڅنګ ګزمه ییزه اړیکه هم ټینګه ده، د هرو لس پنځلس پوستو په منځ کې یو غټ پوځي کمپ هم شتون لري د کومه ځايه چې د تازه دمو پوځي قطعاتو ترڅنګ خوراکي توکي او هر ډول طبي ضروریات هم پوره کېږي.
خراساني لیکی،په هره پوسته کې پنځه شپږ وسله وال پوځیان ګوته په ماشه کېنول شوي دي.
همداراز په هره پوسته کې د اویا اتیا لکو روپو دا ډول ترمل امنیتي کمرې نصب شوي دي چې د شپې په توره تیاره کې که د پنځو سوو میترو په مسافت یوه مرغۍ هم پر ووهي نو دوی پرې خبر وي.
دوی زیاتوی،په هرو شل دیرشو میترو کې د شپې په مهال دا ډول سنسر لرونکي نوي او پر مختللي څراغونه لګول شوي چې د ساه لرونکي شي د خوځښت په مهال یې رڼا نوره هم تېزېږي، ددې پرمختللو څراغونو په مټ د شپې د سرحد نظاره د ليدلو وړ وي.
ددې سربېره په ځمکه برښنایي او سنسر تارونه لګول شوي چې سرحد ته د ساه لرونکي شي د نږدې کېدو په مهال پوستې ته د زنګ په صورت کې خبر ورکوي،
همدا ډول د پاکستان د دفاع وزارت معتبرې سرچیني ددې خبرې پخلی کوي چې د سرحد د خوندیتوب لپاره اته سوه غټې وړې ډرون طیارې ځانګړې شوي دي چې د مرميو ورولو ترڅنګ د جاسوسۍ بېلابېل آلات پرې هم نصب دي.
یاده دې وي چې پاس ذکر شوي انتظامات کوم خیالي نه بلکې لیدل شوي او کره حقیقت دی، او داهم حقیقت دی چې ددې په څېر انتظامات د روس په څېر پرمختللي او ترقي یافته هېواد د یوکرېن د منظم پوځ پر ضد ندي کړي چې په هرډول پرمختللو وسلو او آلاتو سمبال دی، او نه هم د اسرایل په بدماش او مکار دښمن د حماس په څېر الوالعزم او د کرامت خاوندانو مجاهدینو پر ضد کړي دي.
سره د دومره انتظاماتو او امنیت د ریاستي ادارو دا فلسفه د ذي عقل د پوهې څخه لوړه ده چې د ټي ټي پي مجاهدین د سرحد څخه تېرېږي او پر امنیتي ادارو د بریاليو ګوزارونو څخه وروسته بیرته افغانستان ته ګرځي.
د ذکر شوو انتظاماتو سره سره د ریاستِ پاکستان پر اسلامي امارت تورونه لګول او یا له دوی څخه د ټي ټي پي پر ضد د ګامونو اخستلو غوښتنه یو ښکاره حماقت او د ټي ټي پي پر وړاندې ددوی د شکست ښکارندويي کوي.
همدا لامل دی چې د ریاستي ادارو دا ډول بې ځایه او بې بنسټه تورونو ته نه خو په نړیواله کچه غوږ نیول کېږي او نه هم زمونږ زړور ولسونه په دې ډول تورونو متاثره کېدای شي.
ویژه روز