امیرخان متقی،شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره وليدل

ویژه روز-د افغانستان د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد آل نهيان سره وليدل.
عبدالقهار بلخی در بهرنیو چارو وزارت ویاند وایی،په دې ناسته کې دواړو لوريو د افغانستان او اماراتو پر دوو اړخيزو اړيکو، د اقتصادي همکاريو پراختيا او سيمه ييزومسايلو خبرې اترې وکړې.
همداراز د افغانستان او اماراتو ترمنځ د سوداگرۍ پر زياتوالي، په ځانگړې توگه اماراتو کې افغان توکو ته د بازارموندنې پر لارو چارو خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې په اړه به يې تخنيکي کارونه ترسره شي.
د بهرنيو چارو وزير له اماراتي لوري وغوښتل چې افغانانو ته د ويزو د ورکړې په برخه کې اسانتياوې راشي او افغان حکومت چمتو دی چې د پروسې د ښه پلي کېدو په برخه کې خپل رول ولوبوي.
شاغلی بلخی وایی،په پای کې د دوې اړخيزې سوداگرۍ د لا پراختيا په موخه د منظم کار پر دوام او د توافق شوو چارو پر تعقيب هوکړه وشوه.
ویژه روز