افغانستان کې د انټرنټي، مکالماتي او اس ام اس بیې راټیټې او نن عملي شؤې

ویژه روز-د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت میاشت مخکې افغانستان کې د هېوادوالو د غوښتنې او د مخابراتي مارکېټ له ارزونې وروسته نوې بیې اعلان کړې او مخابراتي شبکو ته یې یوه میاشت مهلت ورکړ څو نوې ټاکل شؤې بیې په خپل سیسټم کې ځای پر ځای او د ۲۰۲۵م کال د جنوري میاشتې په لومړۍ نېټه یې پلي کړي.
عنایت الله الکوزی د مخابرات او تکنولوژی وزارت ویاند،وایی:د اعلان سره سم نن د ۲۰۲۵م کال د جنوري میاشتې لومړۍ نېټه ده،او ټول هېواد کې نوې ټاکل شوې بیې پلي شؤي او درانه هېوادوال کؤلای شي مخابراتي شبکو ته د نویو ټاکل شویو بیو څخه ګټه پورته کړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هېواد کې د هېوادوالو د غوښتنې او مخابراتي مارکېټ کې د سالم رقابت په موخه د مخابراتي شبکو له ارزونې وروسته دوه ځلې بیې راټیټې او پلي کړې او همدا راز د هېواد لرو پرتو سیمو لپاره یې ګڼ شمېر مخابراتي سایټونه پلان کړل چې اوس یې د تطبیق چارې روانې دي چې یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او په پاتو مخابراتي ټاورونو په چټکۍ کار روان دی.
ویژه روز