اسلامي امارات د پاکستان وروستۍ څرګندونې چې ګواکي افغانان د هغه هېواد پر یوې پوځي اډې برید کې لاس لري ردوي
گزارشگر/شکیبا سحر

ویژه روز✍️داسلامی امارات د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو هغه ادعاوي رد کړې چې وايي، د دې هېواد په وروستیو ناامنۍ کې افغانان ښکېل دي.
مجاهد نن پر ټویټر لیکلي چې د بېلابېلو پاکستاني چارواکو له خوا په دغه هېواد کې د امنیتي وضعیت په اړه پر افغانستان لګول شوي تورونه بې بنسټه دي.
مجاهد زیاته کړې د اسلامي امارت حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر خلاف وکارول شي.
د اسلامي امارات حکومت چارواکي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې یو شمیر پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت تورن کړی،چې تر واک لاندې سیمو څخه یې په پاکستان کې بریدونه کېږي.
په دې لړ کې وروستۍ څرګندونې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت د وزیرې حنا رباني کهر وې.
هغې ادعا کړې د پاکستان په وروستیو ناامنیو کې افغانان ښکېل دي او په دې اړه یې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره شواهد هم شریک کړي دي.
حنا رباني کهر تازه له یوه پاکستاني تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د بریدګرو له تابعیت څخه ښکاري چې افغانان دي.
هغې ادعا کړې چې د پاکستان په ناامنیو کې ځینې هغه افغانان هم لاس لري،چې په روغتیايي ویزو دغه هېواد ته ورغلي دي.
له دې وړاندې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم ورته څرګندونې کړې وي او د اسلامي امارت له حکومت یې غوښتي و، چې پاکستان ته دې د ترهګرو د داخلیدو مخنیوی وکړي.
پای