ارزګان کې د ۳۲۷۰۵۰ امريکايي ډالرو په ارزښت پیل شوي پروژه پاي ته ورسيدل
خبریال/حکمت الله پاڅون-ارزگان

ویژه روز-په ارزګان ولايت کې د خوړو نړيوال سازمان(WFP)په مالي ملاتړ او د افغان پرمختيايي(ADA)موسیسې په تخنيکي همکارۍ د ۳۲۷۰۵۰ امريکايي ډالرو په ارزښت پیل شوي پروژه تيره ورځ ناوخته پاي ته ورسيدل.
په ارزګان کې د افغان پرمختيايي موسیسې ولايتي مسول انجينر محمدنعيم مومند ویژه روز ته وویل چې ياد پروژه چې دارزګان ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې د ۹ مياشتو په موده کې يې چاري بشپړې شوي پکښي ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوي وه.
په ياد پروژه کې يې ۴۵۲ محفظتي ګبین ديوال ۸۳۶۳ کوچني او ۵۷غټو ترسونه کېندل او ۱۰۰ د چرګانو مرغانچې جوړول جوړل شامل وه.
هغه وويل:«دغه پروژه چې د خوړونړيوال سازمان په مالي ملاتړ ترسره شوي ده پکښي ۱۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوي په دغه پروژه کې موږ ګبین ديوال ۴۵۲ متره ووهلی ۸۴۲۰ غټ او واړه ترسونه کيندل شوي او ترڅنګ يې ۱۰۰ د چرګانو مرغانچي اونور اړين مواد ورکول شوي دي.»
په دي ولايت کې د اقتصاد رياست ریس مولوي مولاداد حسن وايي په دارزګان ولايت کې په بیلابیلو سيمو کې لاهم ګڼو د بیارغوني کارونو ته اړتيا ده او غوښتنه کوي چې په راتلونکي کې دي هم دغه ډول پروژي تطبیق شي.
په ورته وخت کې په سيمه کې عام خلک هم ددغه پروژو له تطبیق څخه خوښ دي او له مرسته کوونکو سازمانونو څخه غوښتنه کوي چې د لاس په لاس مرستو پر ځاي دي خلکو ته د کار په بدل کې مرستې ورکړي ترڅو له يوې خوا د کار زمينه برابره شي او ترڅنګ يې په سيمه کې د بیا رغوني کارونه ترسره شي.
د سيمې يوه اوسيدونکي محمدشريف وويل:«موږ د خوړو نړيوال سازمان او افغان پرمختيايي موسیسي له دغه کړونو څخه مننه کوو چې په سيمه کې خلکو ته د کار په بدل کې زمينه برابره کړل هم زموږ په سيمه کې کار ترسره شوو او ترڅنګ يې هم زموږ خلک پر کار شول.»
داپه داسي حال کې ده چې تردي مخکي هم په ارزګان کې د يادي موسیسې لخوا څخه خلکو ته د کار په بدل کې مرستې ترسره شوي وي.
پای