خبرونهسیاسيګرم خبرونهنړۍ

په ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شمیر تر ۱۵ زرو تنو واوښت

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې په ترکیه او سوریه کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۵۳۸۳ تنو ته رسېدلی دی.

د دغو راپورونو له مخې، وروستۍ شمېرې ښيي چې په ترکیه کې په تېرو څو ساعتونو کې درې زره کسان زیات شوي او دا شمېر ۱۲ زره ۳۹۱ کسانو ته رسېدلی دی.

په سوریه کې لږ تر لږه ۲۹۹۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداشان  په ترکیه کې  څه دپاسه  پنځوس زره تنه  ټپیان شوي  او په زرګونو ودانۍ  ویجاړې شوي دي.

چارواکو اعلان کړی چې د سړې هوا د اغېزو له امله په امدادي حالاتو کې د مړو د زیاتېدو امکان شته.

دا په داسې حال کې ده چې پرون (چهارشنبه د ډسمبر ۱۹) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان زلزله ځپلو سیمو ته ولاړ او له خلکو سره یې وکتل او خبرې یې وکړې.

په دې اړه د ترکیې ولسمشر اعتراف وکړ چې د ترکیې په سویل کې د زلزلې د رامنځته کېدو په اړه د هغه د حکومت په لومړنیو غبرګونونو کې ستونزې موجودې وې.

هغه ژمنه وکړه چې هیڅوک به بې کوره نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button