ټی ټی پی،ټولو جنګیالیو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي ادارو پر ضد خپلو عملیاتو ته شدت ورکړي

ویژه روز-امنیتي ادارو ته د ورکړل شوې دوه میاشتنۍ مهلت پای ته رسېدو سره سم وسله والو (TTP) امنیتي ادارو پر وړاندې خپلو جنګیالیو ته د اقداماتو لارښوونه کړی.
د (TTP) ویاند محمد خراسانی د یوې نوې اعلامیې له لارې ټولو جنګیالیو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي ادارو پر ضد خپلو عملیاتو ته شدت ورکړي.
د خراسانی په وینا، دوه میاشتې وړاندې امنیتي ادارو کې کارکوونکو ته وخت ورکړل شوی و چې خپلې دندې پرېږدي او د حلال رزق لارې ونیسي. د دې مهلت په پای ته رسېدو سره، د TTP مشرانو د لاندې اقداماتو لارښوونه کړې ده:
1. د پاتې امنیتي کارکوونکو نیول یا وژنه: هغه امنیتي کارکوونکي چې د خپلې دندې پرېښودو اقدام يې نه دی کړی، باید ونیول شي. که د نیولو پر مهال مقاومت وکړي، نو وژل یې روا بلل شوی دی.
2. د هغو کسانو د نیولو هڅه وکړئ چې د رخصتۍ پر مهال خپلو کورونو ته ستنېږي.
3. هغه کسان چې لا هم د خپلې دندې پرېښودو لپاره عذر لري، کولی شي د تحریک سیمه ییزو مشرانو سره اړیکه ونیسي. په داسې حالت کې هغوی ته د زیان رسول اجازه نه شته.
4. که د طالبانو د کورنۍ کوم غړی ونیول شي، نو د امنیتي ادارو د غړو کورنۍ غړي باید د بدل په توګه ونیول شي.
5. که د مجاهدینو کورونه وران کړای شي، نو د امنیتي ادارو د غړو کورونه هم ورته عمل سره مخ کړئ.
ځینې امنیتي شنونکي په دې باور دي چې د TTP دا ډول اعلامیې د پاکستان په امنیتي وضعیت کې د لا زیاتې بې ثباتۍ لامل ګرځي.
د دوی په وینا، دا ګواښونه کولی شي د امنیتي ځواکونو په منځ کې وېره خپره کړي او د هغوی مورال ته زیان ورسوي.
ویژه روز