خبرونه
ننګرهار کې په تیر یوه کال کې د بیلابیلو جرمونو په تور ۱۸۵۵ کسان نیول شوي
د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مولوي محمد طاهر مبارز نن د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې له نیول شویو کسانو څخه یې د نقلیه وسایطو ترڅنګ درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې دي.

ویژه روز-د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، په تیر یوه کال کې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۱۸۵۵ تنه د بیلابیلو جرمونو په تور نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر مولوي محمد طاهر مبارز نن د یو خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې له نیول شویو کسانو څخه یې د نقلیه وسایطو ترڅنګ درنې او سپکې وسلې هم ترلاسه کړې دي.
نوموړی زیاتوي چې نیول شوي کسان یې له لومړینو څیړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارلي.
هغه ټینګار کوي، که مجرمینو ته د خپل جرم مطابق سزا ورکړل شي نو تر ډیره به د جنایي جرمونو کچه هم راکمه شي.
د جلال اباد ښار اوسیدونکیي بیا په دې وروستیو کې د غلا، تښتونې او نورو جنایي پېښو زیاتیدا اندېښمن کړي.
د خلکو په خبره چې زیاتره ځوانان د بې ورزګارۍ له امله اړ کیږي چې ناقانونه کړنو ته مخه کړي.
بلال احمدي
ویژه روز/ننګرهار