مجاهد:د اسلامی امارت مشر ملا هیبت الله آخندزاده د هیوادد اطلاعات و فرهنګ ریسانو سره ولیدل
خبریال/حکمت الله پاڅون

ویژه روز– د اسلامی امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایی؛نن شنبه په کندهار کې امیرالمؤمنین مولوي هبة الله اخندزاده د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيسان خپل حضورته ومنل.
په دغه لیدنه کې د هیواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا خیرالله خیرخواه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ادارې او مالي معین ملا سعدالدین اخند، نشراتي معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي، د ځوانانوچارو معین قاري محمدیونس راشد او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم حاضر وو.
د مجلس په جریان کې د امیرالمؤمنین لخوا د ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئيسانو ته لازم هدایات او لارښونې وشوې، هغوی خپل مکلفیتونو او دندو ته متوجه کړل شول او د کارونو په جریان کې د هر راز حمایت ډاډ ورکړل شو.
امیرالمؤمنین وویل: په تیر شل کلن دور کې ښه په میړانه جهاد وشو، ښه په اخلاص قربانۍ ورکړل شوې، له هغه پخوا هم چې د شوروي اتحاد په وړاندې کوم جهاد شوی و، هغه هم خورا سخت جهاد او قربانۍ وې، تاسو باید د خپل هیواد د جهادونو اثار او تاریخ محفوظ کړئ، په کارونو کې اخلاص، للهیت او تقوا ته پام کوئ، له خلکو سره ښه او نرم چلند کوئ او د الله تعالی رضا لټوئ.
د اسلامي شریعت د تطبیق په کار کې د هیچا پروا مه کوئ، دا فتحه او بریا موږ ته الله تعالی راکړي، دا زموږ تاسو خپل کمال یا د کوم بل چا احسان نه و، دا صرف د الله تعالی نصرت و، اوس به موږ هم صرف د الله تعالی رضا په پام کې نیسو او په دې باید کلک او پوخ یقین ولرو چې هغه جل جلاله مو لا بریا ته رسوي.
له دې څخه ویره ولرئ، چې د الله تعالی په حضور کې به دریږو، د خپلو شهیدانو او ځوریدلو ملګرو په وړاندې به حساب راسره کیږي، پام کوئ چې بیا خپلو شهیدانو ته سرټيټي نشئ او د الله تعالی په حضور کې ناکام نشئ.
تاسو ټول ځوانان یاست، دا ځواني غنیمت وګڼئ او ښه استفاده ترې وکړئ، تاسو باید داسې دینداره او تقوا داره واوسیږئ چې کله خلک تاسو وویني باید خلفای راشدین رضي الله تعالی عنهم ور په یاد شي، باید نیکان ور په یاد شي، باید امامان ور په یاد شي، حتی باید الله جل جلاله ور په یاد شي.
له علماء کرامو، نیکانو او منل شوو خلکو سره مشورې کوئ، په خپل ځان اتکا مه کوي. په کارونو کې نیک او مخلص خلک درسره ملګري کړئ، په شخصي تعلق څوک مه تعینوئ او له قدرت څخه شخصي استفاده مه کوئ.
د ولایاتو د اطلاعاتو او فرهنګ د رئيسانو له جملې څخه د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس ملا شبیراحمدعثماني، د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مفتي انعام الله سمنګاني، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي انعام الحق حقاني او د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولوي ذبیح الله نوراني هم د نورو رئيسانو په استازولي خبرې وکړي او خپله ژمنتیا او غوښتنې يې مطرح کړئ.غونډه د دعاېې په لوستلو سره پای ته ورسیده.
پای