خبرونه
د ملي حوادثو ادارې خبرداری: په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو او د سېلاب خطر
فوزیه صدیقي – د افغانستان د ملي حوادثو د مبارزې ادارې په یوه رسمي خبرتیا کې اعلان کړی چې د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت د هوا پېژندنې ریاست او د نړیوالو بااعتباره بنسټونو د وړاندوینې له مخې، په یو شمېر ولایتونو کې د باران او واورې ورښت، د رعد او برق او د سېلاب د رامنځته کېدو امکان شته.

په دې خبرتیا کې ویل شوي چې ولایتونه کابل، پروان، بامیان، دایکنډي، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، زابل، ارزګان، هلمند، هرات، فراه، غور، بادغیس، سرپل او فاریاب د دې وضعیت تر اغېز لاندې راځي.
د باران اندازه له ۵ تر ۳۰ میلیمتره او د واورې لوړوالی په بېلابېلو سیمو کې له ۵ تر ۳۰ سانتيمتره وړاندوینه شوې ده.
اداره له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د سیندونو غاړو او هغو سیمو ته چې د سېلاب خطر لري، مه نږدې کېږي او د ولایتي کمیټو د لارښوونو سره سم لازم تدابیر ونیسي.
دغه اداره ټولو ولایتي مسئولینو او کارکوونکو ته هدایت ورکړی چې په بشپړ ډول د تیارسۍ په حالت کې پاتې شي تر څو د احتمالي زیانونو مخه ونیول شي.
یادونه: دا خبرداری د ۱۴۰۴ د دلوې تر ۲۷مې نېټې پورې معتبر دی.
پای.




