خبرونه
د افغانستان او ایران ترمنځ د اورګاډي له لارې انتقالات زیاتېږي

ویژه روز – د افغانستان د صنعت او تجارت وزارت سرپرست نورالدین عزیزی د ایران د حکومت له یوې هیئت سره چې مشري یې انجنیر مرتضی جعفري، د دې هیواد د اورګاډي ادارې معاون کوله، ولیدل.
د صنعت او تجارت وزارت وایي؛ په دې ملاقات کې د دوو هیوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو او همدارنګه د افغانستان د توکو د ایران او ترکیې له لارې د اورګاډي له لارې د اروپا هیوادونو ته د انتقال په اړه بحث وشو.
د دې وزارت له قوله، ایرانی هیئت ژمنه کړې چې د افغانستان صادراتي، ترانزیتی او وارداتي توکي به د لږ تر لږه نرخونو سره او که امکان ولري په کمه موده کې ترسره شي.
آقای عزیزی د دواړو هیوادونو حکومتونو ته د تجارانو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او د اورګاډي له لارې د انتقالاتو زیاتولو په اړه ټینګار وکړ او د بهتره همغږۍ لپاره یې ایرانی هیئت ته پنځه کسیزه ټیم معرفي کړ.
ویژه روز