خبرونهسیاسيګرم خبرونهنړۍ

د فارياب په مرکز کې د ښخ کړل شوي ماين چاودنه شوې

خبر های

د فاریاب سیمه ییز چارواکي تاییدوي چې د دغه ولایت په مرکز میمنه کې د ماین چاودنه شوې ده.

د فارياب د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شمس الله محمدي وايي، چې نن (چهارشنبه د لړم ١٩مه) شاوخوا يوولس بجې د ميمنې ښار په درېيمه ناحيه کې د امام ابوحنيفه جومات دروازې ته څېرمه چاودنه شوې ده.

د ښاغلي محمدي په وینا دا چاودنه په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو موادو له امله شوې او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د فارياب ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د چاودنې موخه د ناوړه خلکو کار او په خلکو کې د وېرې رامنځته کول بولي.

په همدې حال کې يوه سرچينه چې نه يې غوښتل هويت يې څرګند شي وايي چې په دې چاودنه کې د درېيو تنو داعشيانو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button