اسلامي امارت: د اسلامي نظام له حاکمیت وروسته امنیت سراسري ټینګ شو
فوزیه صدیقی- د افغانستان د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، نن د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې د پخواني شوروي اتحاد د لښکرو د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت جوړو شويو مراسمو کې ګډون او وینا وکړه. په دې مراسمو کې د کابینې یو شمېر غړي او مسئولین هم حاضر وو.

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پیل کې د ۱۳۶۷ هـ ش د دلوې ۲۶مه د هېواد په تاریخ کې د “زرین کرښې” په توګه یاد کړه او ټولو هېوادوالو ته یې مبارکي ورکړه.
نوموړي یادونه وکړه چې د ثور د اوومې کودتا وروسته زرګونه علما په ډله ییزو قبرونو کې ژوندي خښ شول او د شوروي د یرغل په پایله کې میلیونونه افغانان شهیدان، ټپیان، معلول، بې کوره او کډوال شول.
افغانانو د سختیو او ستونزو سره سره د شوروي ځواکونو پر وړاندې ودرېدل او هغوی یې له افغانستان څخه وایستل.
هغه زیاته کړه چې له بریا وروسته، مجاهدین د واک پر سر په خپلو کې سره وجنګېدل او هېواد یې د قومي، سمتي او ژبنیو اختلافونو ښکار کړ.
په همدې وخت کې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد د یو شمېر نورو مجاهدینو سره د افغانانو د خوندیتوب لپاره قیام وکړ او د اسلامي امارت واکمني او امنیت یې ټینګ کړ.
مولوي عبدالسلام حنفي د لویدیځو ځواکونو پر وړاندې د جهاد یادونه هم وکړه او ویې ویل چې په دې لاره کې ډېر علما، مجاهدین او د امارت مشران شهیدان او یا زنداني شول، خو د الله تعالی په فضل یو ځل بیا په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شو.
هغه په خپلو خبرو کې وویل چې د اسلامي نظام له حاکمیت وروسته د امیرالمؤمنین له لوري د بښنې عمومي فرمان صادر شو، امنیت سراسري ټینګ شو، نشه يي توکي له منځه یووړل شول، د شهیدانو کورنۍ او یتیمان تر کفالت لاندې راغلل، له اړمنو سره مرستې وشوې، د معتادینو درملنه ترسره شوه، انکشافي پروژې په مرکز او ولایتونو کې عملي شوې، امنیتي او دفاعي ځواکونه تنظیم او وروزل شول او د کډوالو مدیریت ښه شو.
مولوي عبدالسلام حنفي په پای کې له افغانانو وغوښتل چې د آزادۍ قدر وکړي، د الله تعالی شکر ادا کړي، خپل یووالی وساتي او له مسئولینو سره همکاري وکړي. هغه له مسئولینو وغوښتل چې له خلکو سره په تواضع او اسلامي اخلاقو چلند وکړي، له تکبر او تعصب ځان وساتي او د خلکو ستونزې د خپلې وسې په اندازه حل کړي.
پای




